زابل؛ په شاه جوی ولسوالۍ کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د بايسکل ځغلونې سيالۍ ترسره شوې
د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري د بایسکل ځغلونې فدراسيون په همکارۍ د ۲۵ کيلو متره په واټن د شاهجوی ولسوالۍ له بازار څخه تر چينو کلي پورې د بایسکل ځغلونې سيالۍ ترسره شوې.
د دغو سياليو په پای کې محمد خان لومړی، عبدالحق دويم او صاحب خان درېيم مقام ترلاسه کړ.
د يادو سياليو موخه د ولايت په کچه د غوره بايسکل ځغلوونکو موندل او ټاکل وو.
په پای کې لومړي مقام ګټونکي ته د ياد ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري يو عراده بايسکل ډالۍ ورکړل شو.
