تخار؛ د سپورت ریاست رهبري پلاوي ته د ښه راغلاست په توګه د کورش سیالۍترسره شوې

org_admin
Wed, Jun 07 2023 2:00 PM
تخار؛ د سپورت ریاست رهبري پلاوي ته د ښه راغلاست په توګه د کورش سیالۍترسره شوې

تخار ولایت ته د هېواد د سپورت ادارې د رهبري پلاوي د ښه راغلاست په توګه د تخار له مرکز او ولسوالیو څخه د ۵۵-۹۵ کیلو وزنونو د ۸۵ تنو ورزشکارانو ترمنځ د کورش او تاجکستاني غېږنیونې په زړه پورې سیالۍ ترسره شوې.

د دې سیالیو په څنډه کې د هېواد د سپورت ریاست رهبري پلاوي د تخار ولایت د ورزش ادارې له مسؤولینو سره هم ناسته وکړه او د ورزش په برخه کې هلته شته ستونزې یې واوریدې.

د تخار د ورزش مسؤولینو د ورزشي امکاناتو او تجربه لرونکو ترینرانو نه شتون، ورزشکارانو ته د عصریې په وخت نه ورکړه هغه ستونزې وبللې چې دوی د اوس لپاره ورسره مخ دي.

په پاى کې د ورزش رياست مسوولينو د دغو ستونزو د حل ژمنه وکړه او ويې ويل چې د بدني روزنې او ورزش عمومي رياست به د ورزشکارانو پر وړاندې د شته ننګونو د هواري لپاره له هېڅ ډول اقدام څخه درېغ ونکړي.

د يادونې وړ ده چې د سياليو په پاى کې عبدالستار، عبدالله او قاري شکېب په بېلابېلو وزنونو کې د سرو زرو مډالونه وګټل او د بدني روزنې رياست له لوري په مډال، ستاينليکونو او ورزشي جامو وستايل شول.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS