د بدني روزنې او سپورت ریاست رهبري پلاوي د بدخشان د ورزش آمریت او فدراسیونونو له مسؤولینو سره ناسته وکړه

org_admin
Tue, Jun 06 2023 10:47 PM
د بدني روزنې او سپورت ریاست رهبري پلاوي د بدخشان د ورزش آمریت او فدراسیونونو له مسؤولینو سره ناسته وکړه

د بدني روزنې او سپورت ریاست رهبري د هېواد شمالي ولایتونو، په ځانګړي ډول بدخشان ته د خپل سفر په ترڅ کې نن دوشنبه د یاد ولایت د ورزش او فدراسیونونو له مشرانو سره ناست وکړه.

دغه ناسته چې د بدني روزنې او سپورت ریاست د ورزشي سلاکار قاري حیات الله رحماني په ریاست ترسره شوه، د ریاست حقوقي سلاکار سیدرسول باوري، د مشورتي بورډ غړي سیدمبشر هاشمي، د بدخشان د ورزش آمر عبدالبصیر نیرومند او د بدخشان ولایت د فدراسیونو رئیسانو پکې برخه اخیستې وه.

په یاده ناسته کې د شته ورزشي برنامو،، پلانونو، ستونزو او مشکلاتو په اړه بحث وشو او د یو بل نظریات او وړاندیزونه واورېدل شول.

په پیل کې د بدخشان د بدن ښکلا فدراسیون مسؤولینو د نورو فدراسیونو په استازیتوب د ګډو ستونزو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: «د بدخشان د بدن ښکلا فدراسیون ورزشکاران له کلونو راهیسې په کور د ننه ملي او نړیوالو سیالیو کې له ګډون محروم پاتې شوي، چې دې ستونزې ورځ په ورځ په بدخشان کې له دې برخې څخه د ځوانانو مخ اړولی دی».

ورپسې د تکواندو فدراسیون مسؤولینو د ورزشي امکاناتو او وسائلو له نه شتون سر وټکاوه او له مسؤولینو یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د هېواد د سپورت ریاست مسؤولینو د دوی ستونرې واورېدې او د حل ژمنه یې وکړه. د سپورت ریاست ورزشي مشاور ښاغلي قاري حیات الله رحماني د بدخشان ورزشکار پیاوړي او ځواکمن وبلل او هوډ یې څرګند کړ چې د هېواد دوزش اداره په متوازنه توګه په ولایتونو، په ځانګړې ډول د بدخشان په لیرې پرتو سیمو کې د ورزش ودې او پراختیا ته ژمن دی او په دې برخه کې هېڅ ډول مرسته او همکاري نه درېغوي.

په پای کې ښاغلي سیدرسول باوري په بدخشان کې د ورزش حالت مثبت وباله او مسؤولینو یې غوښتنه وکړه ترڅو په هر حالت کې په دوامداره توګه ورزش ته کار وکړي، د سپورت ادارې له شعار سره سم ورزش له ولایتونو، ولسوالیو، کلیو او لیرې پرتو سیمو ته وغځوي.

Latest news

Thu, Apr 17 2025 12:19 PM
Background image

A marathon race held among 17 Foreign Tourists in Kabul

A marathon competition was held at Kabul’s Ghazi Stadium among 17 tourists from eight foreign countries. The event was organized by the General Directorate of Physical Education and. . .

Sat, Dec 28 2024 9:29 AM
Background image

Blind Cricket Team chairman met with the Deputy Head of the Country’s Sports Department

‏In this meeting which was held in the deputy office,the deputy Hafiz Ahmad Jan Zadran praised the recent achievements of the national blind cricket team and emphasized that the sports. . .

Wed, Dec 25 2024 2:07 PM
Background image

The Team of the National power lifting Federation Departs for Qatar cup

A three-member team of the country's National power lifting Federation, with the support of the National Federation of this sport and in cooperation with the General Directorate of the. . .

BACK TO NEWS