پروان؛د I.T.F تکواندو ۵۰ تنو ورزشکارانو ته روزنیز سمینار ورکړل شول
په پروان ولایت کې د ای. ټي. ایف تکواندو ملي فدراسیون له لوري د پروان ولایت د بدني روزنې او سپورټ امریت په همکاري ۵۰ تنو ورزشکارانو ته روزنیز سمینار ورکړل شو.
په یاد سمینار کې د څلورو ولايتونو (کابل، پروان، کندز او ميدان وردګ) ورزشکارانو برخه اخیستې وه او دوه ورځې یې دوام وکړ.
د یاد سمینار موخه د ورزش له اصولو او مقرراتو څخه د ورزشکارانو خبرول او له هغوی سره نوې تجربې شریکول وو.
په پای کې د پروان د تکواندو فدراسیون رئیس او د کندز او وردګ ولایت د فدراسیونونو د مسوولینو په حضور کې هغو ورزشکارانو ته د ریفري سندونه ورکړل شول، چې په دغه سمینار کې یې برخه اخیستې وه.
