د هلمند په نادعلې ولسوالۍ کې د فوټبال ګروپي سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت د نادعلې ولسوالۍ په مرکزي فوټبال لوبغالي کې د یادې ولسوالۍ د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د آزادۍ په نوم ګروپی سیالۍ پیل شوې.
د سیالیو د پیل لوبه د لوی باغ او آزاد ځوانانو لوبډلو ترمنځ وه چې له دواړو لوبډلو یوه یې هم په ګول وهلو ونه توانېده او ۰-۰پای ته ورسېده.
دغه سیالۍ چې نادغلې منتخبې لوبډلې ته د لوبغاړو غوره کولو په موخه ترسره کیږي، په شپږو ګروپونو ویشل شوې دي او تر راتلونکو یوې میاشتې به دوام ولري.
ددې سیالیو دویمه لوبه د مرکزي لیسې لوبډلې او سیداباد لوبډلې ترمنځ ترسره کیږي.
