په هرات کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د O-sport ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې
د هرات ولایت د بدني روزنې او سپورت ریاست په جمنازیوم کې د مرکز او ولسوالیو د O-sport کلبونو د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.
د سیالیو په پایله البلال ټایګر لوبډلې لومړی، عمر بن خطاب لوبډلې دویم او خالد ابن ولید لوبډلې درېیم مقام خپل کړ.
د سیالیو موخه د O-sport برخې ورزشکارانو هڅول، د غوره ورزشکارانو په ګوته کول او ملي لوبډلې ته غوره ورزشکاران ورپېژندل وو.
په پای کې د مسؤولینو له لوري غوره لوبغاړو ته مډالونه او د قهرمانۍ حکمونه ورکړل شول.
