د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست له خوا د ۲۰۲۳ کال د سوکوهنې غوره لوبڅار تمیم احمد اختري وستایل شو

org_admin
Tue, May 23 2023 10:00 AM
د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست له خوا د ۲۰۲۳ کال د سوکوهنې غوره لوبڅار تمیم احمد اختري وستایل شو

د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست له خوا د سوکوهنې په نړۍ کې د ۲۰۲۳ م کال افغان غوره لوبڅار او حکم د یوې ستاینغونډې په ترڅ کې وستایل شو.

په یادو مراسمو کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست رئیس الحاج مولوي عبدالودود حقاني، د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان، د المپیک ملي کمېټې اجرائیه رئیس داد محمد پاینده اختري، د بوکسنګ فدراسیون سرپرست عبدالحی عزیزپوري، د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست د نشراتو رئیس او ویاند اتل مشواڼي او شمېر نورو مسولینو او ورزشکارانو ګډون کړی و.

یادې ناسته ته د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست رئيس عبدالودود حقاني د سوک وهنې په نړۍ کې د غوره لوبڅار په توګه د تميم احمد اختري ټاکل کېدو په مناسبت په خبرو کې وويل؛ ټول هغه ورزشکاران چې له هېواد څخه بهر ژوند کوي بېرته دې هېواد ته راستانه شي او د ورزش ادارې له رهبري سره دې اوږه په اوږه د ورزش د ودې لپاره کار وکړي.

ښاغلي حقاني په خپلو خبرو کې د سوک وهنې په برخه کې د غوره لوبڅار په توګه د تميم احمد اختري ټاکل کېدل د هېواد او ورزشکارانو لپاره وياړ وباله.

نوموړي همداراز د حکم(لوبڅار) پر دندو او مسووليتونو هم رڼا واچوله او غوښتنه يې وکړه: اختري دې هېواد ته د دې وياړ بښلو ترڅنګ عدالت مراعت کړي ځکه چې دا د دندې د بقا او استمرار لپاره مهم دى.

د سوک وهنې فدراسيون سرپرست عبدالحي عزيزپور هم د غونډې ګډونوال ته په خبرو کې د سوک وهنې پر تاريخچې خبرې وکړې او سوک وهنه يې د انسان له پيدايښت را وروسته د ځان د دفاع وسيله وباله.

بلخوا د المپيک ملي کمېټې اجرائیه رئیس داد محمد پاينده اختري هم د سوک وهنې په برخه کې په نړيواله کچه د لوبڅار په توګه د تميم احمد اختري ټاکل کېدلو د وياړ په مناسبت ورزشکارانو او د ورزش ادارې رهبري ته مبارک وويله نوموړي زياته کړه؛ دا نړۍ ته يو پېغام دى چې افغانان پر شته ناخوالو سربېره قوي اراده او په نړیواله سطحه د لاسته راوړنو وړتيا لري.

همدې مراسمو ته تميم احمد اختري هم په انلاين بڼه خبرې وکړې اختري د سوک وهنې په نړۍ کې د غوره لوبڅار په توګه د نوموړي ټاکل کېدل د هېواد لپاره د وياړ ځاى وباله.

نوموړي په دې برخه کې د لا ژمنتیا او لا زيات کار کولو ډاډ ورکړ.

په پاى کې د تميم له لوري سوک وهنې فدراسیون رهبري ته د نمرې ورکولو را استول شوى سټنډرډ ماشين هم وسپارل شو.

همداراز د ورزش ادارې د رهبرې له لوري تميم احمد اختري ته چمتو شوى ستاينليک او ايوارډ هم د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست د رئیس او د بوکس فدراسیون د رهبري په لاس د تمیم په استازي د المپيک ملي کمېټې اجرائیه رئیس داد محمد پاينده اختري ته ډالۍ او وسپارل شو.

تمیم احمد اختري په ١٣٦٤ کال کې په متدینه کورنۍ کې د کابل په چهار دهي کې نړۍ ته سترګې وغړولې، اختري خپلې ابتدائيه زده کړې د افشارو په نسوان لېسه کې وکړې له هغه وروسته له هوتکي لېسې څخه فارغ شوى دى.

ښاغلي اختري همداراز لوړې زده کړي د کابل پوهنتون په ادبياتو پوهنځي کې بشپړې کړې دي.

نوموړي په ١٣٧٠ کال کې په ٧ کلنۍ کې د استاد مرحوم عزيز احمد اختري تر نظر لاندې د سوک وهنې تمرين پيل کړ.

ښاغلي اختري په روان ٢٠٢٣ کال کې وکولاى شول د سوک وهنې نړيوال فدراسیون له لوري په المان هېواد کې د لوبڅارۍ په کورس کې تر ګډون وروسته دغه کورس په برياليتوب سره بشپړ کړي او د نړيوالې لوبڅاري سند ترلاسه کړي.

همداراز یې د ٢٠٢٣ کال د روانې مۍ مياشتې په لومړۍ نېټه په ازبکستان هېواد کې د بوکس په نړيوالو لوبو کې، چې د بوکس نړیوال فدراسیون له لوري ترسره شوې، د غوره نړيوال لوبڅار لقب تر لاسه کړ.

Latest news

Thu, Apr 17 2025 12:19 PM
Background image

A marathon race held among 17 Foreign Tourists in Kabul

A marathon competition was held at Kabul’s Ghazi Stadium among 17 tourists from eight foreign countries. The event was organized by the General Directorate of Physical Education and. . .

Sat, Dec 28 2024 9:29 AM
Background image

Blind Cricket Team chairman met with the Deputy Head of the Country’s Sports Department

‏In this meeting which was held in the deputy office,the deputy Hafiz Ahmad Jan Zadran praised the recent achievements of the national blind cricket team and emphasized that the sports. . .

Wed, Dec 25 2024 2:07 PM
Background image

The Team of the National power lifting Federation Departs for Qatar cup

A three-member team of the country's National power lifting Federation, with the support of the National Federation of this sport and in cooperation with the General Directorate of the. . .

BACK TO NEWS