کندهار؛ د لس ورزشکارانو ترمنځ د تيږي غورځولو ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې
د کندهار ولايت اتلتيک فدراسيون له لوري د ورزش مسوولینو په شتون کې د لسو ورزشکارانو ترمنځ د عينو ميني په دويمه حصه کې د تيږي غورځولو ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې.
په دغو سياليو کې نجيب الله د ٩.٦٠ مترو په واټن تيږي غورځولو سره لومړى، شمس الله د ٨.٦٠ مترو فاصلې سره دويم او جاويد احمد ٨.٤٥ مترو واټن سره درېيم مقام خپل کړ.
د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه د کندهار تيږي غورځولو منتخبې لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو ټاکل او د ملي لوبډلې سياليو ته چمتووالى دى.
په پاى کې د مسوولینو له خوا ورزشکارانو ته کپونه او مډالونه هم ورکړل شول.
