هلمند؛ د ٨ غوره لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګروپي سيالۍ پيل شوې
په هلمند ولایت کې د فوټبال فدراسیون له لوري د اتو غوره لوبډلو هارون پوپل، بست، بارک، غربي لېسې، بارک، نوي ياران شاهين، او اتفاق ترمنځ د فوټبال ګروپي سيالۍ پيل سوې.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې د غربي لېسې لوبډلي ۱-۰ ګولونو په توپیر بست لوبډلي ته ماته ورکړه.
په دوهمه لوبه کې هارون پوپل ۳-٠ میدانونو په توپیر اتفاق لوبډلي ته ماته ورکړه.
دغه سيالۍ چې د لشکرگاه ښار په مرکزي لوبغالي کې ترسره کيږي درې اوونۍ به دوام وکړي.
