له اسیایي سیالیو څخه د افغانستان د لومړني مډال ګټلو په ویاړ د تکواندو اړوند پومسې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
Sat, May 13 2023 11:23 AM
له اسیایي سیالیو څخه د افغانستان د لومړني مډال ګټلو په ویاړ د تکواندو اړوند پومسې سیالۍ ترسره شوې

د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د تکواندو ملي فدراسیون له لوري له اسیایي سیالیو څخه د افغانستان د لومړني مډال ګټلو په ویاړ د تکواندو اړوند پومسې سیالۍ ترسره شوې

دغه سیالۍ تېره ورځ د تکواندو ملي فدراسیون په مرکزي جمنازیوم کې د نوموړي فدراسیون له لوري ترسره شوې، چې پکې د پاکستان د مهاجرو ورزشکارنو ترڅنګ له کابل، ننګرهار، هلمند ولایتونو څخه ۱۰۸ ورزشکارنو ګډون کړی و.

دغه سیالۍ د عمر په شپږو ګټګوریو کې د یوې ورځې لپاره ترسره شوې، چې په پایله کې د کابل تکواندو کارانو لوبډلې د ۲۹ نومرو په ترلاسه کولو لومړی، منیر احمد لوبډلې د ۲۵ نومرو په ترلاسه کولو سره دویم، حیدري لوبډلې د ۲۱ نومرو په ترلاسه کولو سره درېیم، بیات لوبډلې د ۱۵ نومرو په ترلاسه کولو سره څلورم او میوند لوبډلې د ۱۱ نومرو په ترلاسه کولو سره پنځم مقام خپل کړ.

هېره دې نه وي چې دغه سیالۍ له اسیایي سیالیو څخه د سید رستم اکبري د لومړي مډال ترلاسه کولو په ویاړ ترسره شوې او موخه یې د تکواندو کارانو د ظرفیت لوړونه وه.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS