زابل؛ مرکز قلات کې د ټېپ بال کرکټ سیالیو اتلولي د خالا کلي لوبډلې خپله کړه
د زابل ولایت د مرکز قلات اړوند خالا کلي کې د شپږ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالیو اتلولي د خالا کلي لوبډلې ترلاسه کړه.
دغه سیالۍ شپږ ورځې وړاندې پیل شوې وې او پایلوبې ته یې د خالا او ملادین کلیو لوبډلو لار موندلې وه، چې په پایله کې خالا کلي لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته په ۱۴۵ منډو ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
په پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته د یاد ولایت د ورزشي امریت له لوري کپونه، ستاینلیکونه او ورزشي وسایل ورکړل شول.
