په پلازمېنه کابل کې د څلور ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو آزادې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
Sun, May 07 2023 9:15 AM
په پلازمېنه کابل کې د څلور ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو آزادې سیالۍ ترسره شوې

د تکواندو ملي فدراسیون له لوري د دې فدارسیون د مخکښو ورزشکارانو په ویاړ د څلورو ولایتونو د تکواندوکارانو ترمنځ یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ، چې د بدني روزنې او سپورټ ریاست دننه او د تکواندو فدراسیون د تمریناتو په مرکزي صالون کې ترسره شوې، له کابل، تخار، پروان او کاپیسا څخه د ۱۳ لوبډلو ۱۰۰ تنو څوارلس کلنو ورزشکارانو پکې برخه اخیستې وه.

د سیالیو په پایله کې د پروان ولایت لوبډلې د ۲۳ امتیازونو په ګټلو لومړی مقام، تخار ولایت د ۱۴ امتیازونو په ګټلو دویم او د هدایت الله نظري لوبډلې د ۱۱ امتیازونو په ګټلو سره درېیم مقام خپل کړ.

د پروان ولایت تکواندو کار فردوس بهاوي د ۱۰۳ امتیازونو په ګټلو سره د سیالیو د غوره بریدګر لوبغاړي په توګه وپېژندل شو.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS