بلخ؛ په دولت آباد ولسوالۍ کې د بلخ او فاریاب د غیږ نیوونکو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې
د بلخ ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د بلخ او فاریاب ولایتونو د څه باندې سلو غیږ نیوونکو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې.
په دې سیالیو کې چې یوه شپه یې دوام وکړ ، پهلوانانو ښه لوبه وکړه او د بلخ ولایت ورزشکارانو تر ټولو زیاتې نمرې ترلاسه کړې.
د دغو سیالیو د ترسره کولو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او د ځوانانو په منځ سالم رقابت رامنځ ته کول وو.
