زابل؛ په مرکز قلات ښار کې د ټيپ بال کرکټ سيالۍ د باکورزو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
Tue, May 02 2023 9:50 AM
زابل؛ په مرکز قلات ښار کې د ټيپ بال کرکټ سيالۍ د باکورزو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د زابل ولايت د مرکز قلات اړوند باکورزو کلي کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټيب بال کرکټ سياليو اتلولي د باکورزو لوبډلې خپله کړه.

دغه سيالۍ چې شپږ ورځې يې دوام وکړ، پايلوبې ته يې د باکورزو او خارجوی لوبډلو لار موندلې وه، چې په‌ پايله کې باکورزو لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته په شپږو ويکټو ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د نوموړو سياليو مالي لګښت د ياد ولايت ورزشي امريت او ورزشکارانو په‌ غاړه اخيستی و.

بايد يادونه وشي چې په پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته د ياد ولايت د ورزشي مسولينو له لوري کپونه، ورزشي توکي او ستاينليکونه ورکړل شول.

Latest news

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

Thu, Apr 17 2025 12:19 PM
Background image

A marathon race held among 17 Foreign Tourists in Kabul

A marathon competition was held at Kabul’s Ghazi Stadium among 17 tourists from eight foreign countries. The event was organized by the General Directorate of Physical Education and. . .

Sat, Dec 28 2024 9:29 AM
Background image

Blind Cricket Team chairman met with the Deputy Head of the Country’s Sports Department

‏In this meeting which was held in the deputy office,the deputy Hafiz Ahmad Jan Zadran praised the recent achievements of the national blind cricket team and emphasized that the sports. . .

BACK TO NEWS