پروان؛ د هنډبال اختریز جام سیالۍ د سید باشي شهيد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې
د پروان ولایت د هنډبال اختریز جام سیالۍ چې پنځه ورځې وړاندې د زرغون میدان اکاډمي په میدان کې پیل شوې وې، د سیدباشي شهید لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسیدې.
د سیالیو پایلوبه د مولوي سید باشي شهید لوبډلې او ښاروالي لوبډلې ترمنځ وه چې د سیدباشي شهید لوبډلې د ۵/۶ میدانونو په توپیر د ښاروالۍ لوبډلې ته ماتې ورکړه او د اتلولۍ جام یې ترلاسه کړ.
په پروان ولایت کې د اختر په مناسبت د هنډبال دغه سیالۍ د مولوي سید باشي عالي لېسې، ښاروالۍ، سیدخېلو ولسوالۍ، میدان سبز اکاډمۍ، دارالعلوم او دارالحفاظ لوبډلو په ګډون ترسره شوې.
د سیالیو موخه ورزش ته وده ورکول او د ځوانانو هڅول وو.
