په خوست کې د درېیو ولایتونو د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې
د خوست ولایت په تڼیوال پارک کې د دریو ولایتونو (خوست، کندهار او پکتیا ) د څلور لوبډلو ترمنځ د اختریز جام سیالۍ پیل شوې.
دغه سیالۍ چې شپږ ورځې به دوام وکړي لومړۍ سیالي یې د خوست کاروان او پکتیا اتفاق لوبډلو ترمنځ ترسره شوه او مساوي پای ته ورسېده.
همداراز دویمه سیالي د پکتیا تلاش او کندهار الف لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې کندهار الف لوبډلې د ۲/۱ په توپیر وګټله.
