فاریاب؛ د کوچني اختر په مناسبت د کورش په زړه پورې سیالۍ ترسره شوې
د فاریابي ولایت د بدني روزنې او سپورت آمریت او کورش فدراسیون له لوري په ګرزیوان ولسوالۍ کې د کوچني اختر په مناسبت د کورش درې ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې.
په دې سیالیو کې له المار، قیصار، ګرزیوان، بلچراغ ، پشتونکوآ، اندخوی او میمنې ښار څخه ۱۸۰ تنو پهلوانانو برخه اخیستې وه.
د سیالیو لیدو ته د فاریاب د سپورټ آمر غلام رسول مرادي، د کورش فدراسیون مسؤولین، قومي مخور او ګڼ شمېر مینوال ورغلي وو.
