تخار؛ درقد ولسوالۍ په کوربتوب د پهلواني سيالۍ ترسره شوې
د تخار ولايت ورزش امريت په همغږۍ درقد ولسوالۍ په کوربتوب د څلورو ولسوالیو د ٥٠ پهلوانانو ترمنځ د اختر په مناسبت د پهلواني سيالۍ ترسره شوې.
دغه سيالۍ د ينګي قلعه ولسوالۍ پهلوانان په بريا سره پاى ته ورسېدې.
په پاى کې غوره ورزشکارانو ته ډالۍ هم ورکړل شوې.
