میدان وردګ؛ په نرخ ولسوالۍ سنځي شمشېر کلي کې د قوت الرمي رسمي کلپ پرانستل شو
د میدان وردګو ولایت نرخ ولسوالۍ په سنځي شمشېر کلي کې د لومړي ځل لپاره د بدني روزنې او ورزش آمریت د قوت الرمي فدراسیون له لوري د «عمر مبارز هوتک» په نوم معیاري او رسمي کلپ پرانستل شو.
د ياد ولایت د ورزش مسؤولین او د قوت الرمي فدراسیون کوښښ کوي، چې د یادې څانګې د ودې په موخه په مرکز او ولسوالیو کې ورته کلپونه پرانیزي.
د یاد کلپ په پرانیست غونډه کې پر ګڼو ورزشکارانو، مسؤولینو او مشرانو سربېره د نوموړي ولایت د بدني روزنې او ورزش آمر ذبیح الله وهاج او د قوت الرمي عمومي ریس علي شاه محمدي هم ګډون کړی و، ښاغلي وهاج د کلپ مسؤولینو او ورزشکارانو ته د ورزش اړوند لازمې او اړينې سپارښتنې وکړې.
هېره دې نه وي، چې په ياده جګړه ځپلې سيمه کې د قوت الرمي له روزونکي سره د ياد ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت له لوري د يو لړ سپورټي وسايلو مرسته هم وشوه.
