خوست؛ د لکڼو د والیبال رمضان جام سیالیو په دوام نن دوې لوبې وشوې
د خوست ولایت د بدني روزنې او سپورټ امریت اړوند د والیبال فدراسیون مربوط د لکڼو ځوانانو له خوا د رمضان جام دویم پړاو سیالیو په دوام نن دوې لوبې ترسره شوې.
لومړۍ لوبه د عمران میټاخان او نصیب لټک لوبډلو ترمنځ وشوه، چې له ۲/۰ پایلې سره یاده لوبه نصیب لټک لوبډلې وګټله.
دویمه لوبه د مسؤل دلپوري او تڼیو نجیب لوبډلو تر منځ وه، دا لوبه مسؤل دلپوري لوبډلې له ۲/۱ پایلې سره وګټله.
د لکڼو رمضان جام په سیالیو کې شاو خوا ۴۰ لوبډلې برخه لري، چې د خوست له لوبډلو ور ها خوا د کابل ،میدان وردګ، لوګر، پکتیا څمکنیو او کوزې پښتونخوا بنو لوبډلې هم برخه لري او تر کوچني اختر پورې به دوام وکړي.
