د کندز ولایت د ورزش ریاست د تېر ۱۴۰۱ هـ .ل کال د ورزشي فعاليتونو او لاسته راوړنو لنډ راپور

org_admin
Mon, Apr 10 2023 10:04 AM
د کندز ولایت د ورزش ریاست د تېر ۱۴۰۱ هـ .ل کال د ورزشي فعاليتونو او لاسته راوړنو لنډ راپور

کندز د شمالي ولایتونو د آرم او خوندرو میحط درلودونکو ولایتونو له ډلې شمېرل کېږي، دغه راز د وروستیو تحولاتو او کورنیو جګړو په پای ته رسېدو سره په دې ولایت کې د ورزش د پراختیا لپاره ډېر کارونه شوي دي او یاد ولایت په دې وروستیو کلونو کې د بېلابېلو ورزشي رشتو په برخه کې په کور دننه او بهر ښې لاسته راوړنې هم درلودې.

په کندز ولایت کې پر ګڼو ورزشي رشتو سربېره، د ملي او عنعوي ورزشونو څانګې هم فعالې او ګڼ شمېر مينوال هم لري، چې کورش، پهلواني او وزلوبه يې مهمې هغه دي او معمولاً په ملي او مناسبتي ورځو کې د ګڼو مينوالو په منځ کې د ورزشکارانو ترمنځ ترسره کېږي.

د کندز ولایت د بدني روزنې او سپورټ ریاست د یو باب تعمیر او سپین زر سټېډیوم،د ښاروالۍ ورزشي سټېډیوم،د سردوره د وزلوبې ورزشي سټېډيوم او د علي آباد ولسوالۍ د ورزشي سټېډيومونو درلودونکی دی او پر همدې اساس يې د ورزش په برخه کې ډېر او غوره کار کړی دی.

په دې ولایت کې ۲۵ فعالې ورزشي رشتې او د بېلابېلو ورزشي رشتو ۱۰۰ کلبونه فعال دي، چې د کندز ولایت د ورزشکارانو شمېر په ټولييز ډول ۱۸۶۴۵ ته رسېږي.

هغه ورزشي جنشونه او برنامې چې د کندز ولایت په مرکز کې ترسره شوې دي:

۱: د کب میاشتې په ۷ نېټه د ۲۴ ولایتونو د ۲۶۲ ورزشکارانو ترمنځ د سوک‌وهنې فدراسیون د ملي ټيم انتخابي سیالۍ.

۲: د افغانستان ا.ا. د بیا وکمنېدو د ورځې په مناسبت د زمري میاشتې په ۲۵ نېټه د بېلابېلو ورزشي رشتو تر منځ ورزشي جشنواره.

۳: د پهلوانۍ، خوسي، رسۍکشولو، جمناستیک او پاورليفټينګ د ورزشکارانو ترمنځ د ورزشي جشنوارېترسره کول.

۴: د وري میاشتې په ۵ نېټه د ۱۲ ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو سیالۍ.

۵: په سر دوره ورزشي سټېډيوم کې د وزلوبې سیالۍ ترسره کول.

۶: د حمل میاشتې په ۱۲ نېټه د کندز، بدخشان، بغلان او تخار ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو سیالۍ ترسره کول.

۷: د کب میاشتې په ۱۲ نېټه په مرکز او دشت ابدان ولسوالۍ کې د زرګونو مينوالو په حضور کې د ۲۲۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره کول.

۸: د غوايي میاشتې په ۱۹ نېټه په سپین زر لوبغالي کې د بدخشان، کندز او بغلان د ورزشکارانو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره کول.

۹: د کوچني اختر د ورځې په مناسبت د غوايي میاشتې په ۲۴ نېټه په سپین زر ورزشي لوبغالي کې د پهلوانۍ او فوټبال سیالۍ ترسره کول.

۱۰: د سرطان میاشتې په ۲۵ نېټه په سپین زر لوبغالي کې د بدخشان، کندز، بغلان او تخار د ورزشکارانو ترمنځ د فوټبال سیالۍ ترسره کول.

۱۱: د سرطان میاستې په ۲۵ نېټه د شطرنج سیالۍ ترسره کول.

۱۲: په سپین زر لوبغالي کې د بدخشان، کندز، بغلان، تخار او بامیان ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ د فوټبال سیالۍ ترسره کول.

۱۳: په سپین زر لوبغالي کې د ووشو سیالۍ د ځوانانو او نویو ځوانانو په سني ډلبندیو کې ترسره کول.

په تېر ۱۴۰۱هـ.ل کال کې د کندز ولایت په ولسواليو کې ۱۵۱ ورزشي برنامې ترسره شوې دي، چې په لاندې ډول يې یادونه کوو:

۱: په امام صاحب ولسوالۍ کې ۴۸ ورزشي برنامې

۲: په چهار دره ولسوالۍ کې ۱۹ ورزشي برنامې

۳: په علي اباد ولسوالۍ کې ۱۹ ورزشي برنامې

۴: په ګلتېبه ولسوالۍ کې ۱۰ ورزشي برنامې

۵: په خان اباد ولسوالۍ کې ۱۳ ورزشي برنامې

۶: په قلعه ذال ولسوالۍ کې ۲۱ ورزشي برنامې

۷: په دشت ارچي ولسوالۍ کې ۱۷ ورزشي برنامې

۸: په افتاش ولسوالۍ کې ۵ ورزشي برنامې

یاده دې وي، چې په کندز ولایت کې په تېر ۱۴۰۱ هـ .ل کال کې د دې ولایت په مرکز ۲۵ منتخبه او زوني سیالۍ، ۲۱ ورزشي سیالۍ د اخترونو او ۵ ورزشي برنامې د روژې په مناسبت ترسره او د یاد ولایت په ولسواليو کې په ټولییز ډول ۱۵۱ ورزشي برنامې ترسره شوې دي.

Latest news

Thu, Apr 17 2025 12:19 PM
Background image

A marathon race held among 17 Foreign Tourists in Kabul

A marathon competition was held at Kabul’s Ghazi Stadium among 17 tourists from eight foreign countries. The event was organized by the General Directorate of Physical Education and. . .

Sat, Dec 28 2024 9:29 AM
Background image

Blind Cricket Team chairman met with the Deputy Head of the Country’s Sports Department

‏In this meeting which was held in the deputy office,the deputy Hafiz Ahmad Jan Zadran praised the recent achievements of the national blind cricket team and emphasized that the sports. . .

Wed, Dec 25 2024 2:07 PM
Background image

The Team of the National power lifting Federation Departs for Qatar cup

A three-member team of the country's National power lifting Federation, with the support of the National Federation of this sport and in cooperation with the General Directorate of the. . .

BACK TO NEWS