د زابل ولایت د بدني روزنې او سپورټ امریت د ۱۴۰۱کال ورزشي فعالیتونو راپور

org_admin
Thu, Apr 06 2023 8:31 AM
د زابل ولایت د بدني روزنې او سپورټ امریت د ۱۴۰۱کال ورزشي فعالیتونو راپور

د زابل زابل ولایت د بدني روزنې او سپورټ امریت هم د هېواد د نورو ولایتونو په څېر په ۱۴۰۱کال کې د ورزش په برخه کې رغنده ګامونه اوچت کړي دي او په دې برخه کې يې د پام وړ لاسته راوړنې درلودلې دي.

دا مهال په زابل ولایت کې د (ووشو، فول رزم، پانکرېشن، رزمي ورزشونو، پاورلفټینګ، کیک بوکسینګ، بدن ښکلا او فټنس، جمناسټیک، پارکو، کراټې، کیک جیتسو، سامبو او کورش، قوت الرمي ، والیبال، فوټبال، اتلتیک، بایسکل ځغلونې او ټېپ بال) برخو کې( ۱۸) فدارسیونونه فعالیت لري.

همداراز په دې ولایت کې د ملي او عنعنوي لوبو په برخه کې د (نېزې وهنې، محلي غېږنیونې، خوسي، توپ ډنډې، رسۍ کشولو، تیږې غورځولو او اس ځغلونې) ۷ څانګې فعالیت لري.

د زابل د بدنې روزنې او سپورټ آمريت د معلوماتو له مخې په دې ولایت کې دا مهال (۱۷) بابه ورزشي کلبونه (۱) باب ورزشي جمنازیوم (۷) د والبیال لوبعالي او (۵) د فوټبال لوبغالي شتون لري.

په دې ولایت کې د ډیټابیس له مخې (۲۸۳۵) رسمي ورزشکاران په ورزشي چارو بوخت دي.

په ۱۴۰۱ کال د زابل ولایت ورزشي پروګرامونه:

د زابل ولایت د بدني روزنې او رسپورټ آمريت ته په ۱۴۰۱ کال کې د پلان مطابق (۹۶) رسمي پروګرامونو ترسره کول هدف ورکړل شوی و، چې له نېکه مرغه دا رقم په دې ولایت کې (۱۰۸) پروګرامونه ته لوړ شوی دی.

د زابل ورزشي امریت په تېر ۱۴۰۱ کال کې په بېلا بېلو ورزشي رشتو کې ټول (۱۰۸) ورزشي پرواګومونه نیولي دي، چې له دې ډلې یې (۵۵) پروګرامونه په مرکز (۳۶) پروګرامونه په ولسوالیو او (۱۷) له ولایت څخه بهر سیالۍ شاملې دي.

ښوونیز او عملي سیمنارونه:

د زابل ولایت ورزشي امریت په ۱۴۰۱ کال کې د لومړنیو مرستو رسونې، بازار موندنې او د ورزش اساساتو او عمومیاتو په برخه کې ۴ښوونیز او عملي سیمنارونه جوړ کړي او ارايه کړي دي.

همداراز د پاورلفټینګ، قوت الرمي، سامبو او کورش او ووشو په ورزشي رشتو کې هم د ښوونیزو سیمنارونو دایرول د امریت له لاسته راوړنو څخه دي.

مالي همکارۍ:

د زابل ولایت د ورزش امریت په تېر ۱۴۰۱ کال کې د ورزشکارانو د پیاوړتیا په برخه کې د ولایت له مقام او ملي سوداګرو څخه (۱۰۰) زره افغانۍ نغدي مرستې راټولې او ترڅنګ (۹) کلبونو او (۴) روزونکو ته د فعالیت جوازونه ورکړي دي، چې دا پروسه دوام لري، ټولو هغو ورزشي کلبونو او روزونکو ته به د فعالیت جوازونه ورکړل شي، چې په دې ولایت کې ورزشي فعالیت لري.

د زابل ولایت د ورزش امریت د معلوماتو پر بنسټ د دوی امریت د هغو اووه امریتونو له ډلې څخه دی، چې د مالیې وزارت له لوري د عوایدو راټولو ورکړل شوی ټارګیټ يې پوره کړی او په دې برخه کې یې لومړی ځای خپل کړی دی.

د زابل ولایت د ورزش امریت یو باب ورزشي جمنازیوم او د والیبال او فوټبال (۱۲) لوبغالي لري، چې هره ورځ پکې ورزشکاران په ورزش کولو بوخت دي.

که څه هم د یاد ولایت د بدني روزنې او سپورټ امریت کوم اداري تعمير نه لري او دا مهال په کرایي کور کې خپلې اداري چارې پر مخ وړي؛ خو اوس ورته د اداري تعمیر جوړولو لپاره ځمکه په واک کې ورکړل شوې ده.

Latest news

Thu, Apr 17 2025 12:19 PM
Background image

A marathon race held among 17 Foreign Tourists in Kabul

A marathon competition was held at Kabul’s Ghazi Stadium among 17 tourists from eight foreign countries. The event was organized by the General Directorate of Physical Education and. . .

Sat, Dec 28 2024 9:29 AM
Background image

Blind Cricket Team chairman met with the Deputy Head of the Country’s Sports Department

‏In this meeting which was held in the deputy office,the deputy Hafiz Ahmad Jan Zadran praised the recent achievements of the national blind cricket team and emphasized that the sports. . .

Wed, Dec 25 2024 2:07 PM
Background image

The Team of the National power lifting Federation Departs for Qatar cup

A three-member team of the country's National power lifting Federation, with the support of the National Federation of this sport and in cooperation with the General Directorate of the. . .

BACK TO NEWS