په هلمند کې د ټېپ بال کرکټ د رمضان جام سیالیو په دوام تېره شپه درې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
Sat, Apr 01 2023 8:32 AM
په هلمند کې د ټېپ بال کرکټ د رمضان جام سیالیو په دوام تېره شپه درې سیالۍ ترسره شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري په غازي محمد ایوب خان لوبغالي کې د کرکټ ټېپ بال سیالیو په دوام درې سیالۍ ترسره شوې.

لومړۍ لوبه د عابد اڅکزي او خادم باچا کرکټ لوبډولو ترمنځ ترسره شوه، عابد اڅکزي لوبډلې لومړی د توپوهنې پرېکړه وکړه او په لسو اورونو کې یې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته ۱۱۹ منډې هدف کېښود، بل پلو یاد هدف خادم باچا لوبډلې د پنځو ویکټو په زیان پوره کړ او سیالې لوبډلې ته یې په پنځو ویکټو ماتې ورکړه.

د دغې سیالۍ غوره لوبغاړی قدرت الله وټاکل شو، ده په ۱۲ بالونو ۴۲ چټکې منډې ترسره کړې.

دویمه سیالي:

د دویمې سیالۍ لپاره د ابدالي او نادعلي لوبډلې میدان ته ښکته شوې، ابدالي لوبډلې لومړی توپوهنه پیل کړه او د اتو اورونو له لوبولو وروسته یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته یوازې ۲۶ منډې هدف کېښود، چې په مقابل کې یې نادعلي لوبډلې د یوه لوبغاړي په سوځېدو سره یاد هدف ته د درېیم اور په دویم بال ځان ورساوه او سیالي یې وګټله.

د دغې سیالي غوره لوبغاړی احسان الله و،چې بهترینه سیالي یې نندارې ته وړاندې کړه.

درېیمه سیالي:

د اسحاق او مالکیار لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، لومړی توپوهنه اسحاق لوبډلې تر سره کړه او په لسو اورونو کې یې سیالې لوبډلې ته ۸۷ منډې هدف کېښود.

بل پلو مالکیار لوبډلې د سیالې لوبډلې دغه هدف ته، د یوه لوبغاړي په سوځېدو سره په پنځم اور کې ځان ورساوه او بریا یې خپله کړه.

د یادې وروستۍ سیالي غوره لوبغاړی محیب الله و،چې په ۷ بالونو یې ۲۳ چټکې منډې وکړې.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS