د افغانستان د کرکټ له ۱۹کلنو کم عمرې ملي لوبډلې د درې اړخیزې لوبلړۍ پایلوبې ته لاره ومونده

org_admin
Wed, Mar 29 2023 12:28 PM
د افغانستان د کرکټ له ۱۹کلنو کم عمرې ملي لوبډلې د درې اړخیزې لوبلړۍ پایلوبې ته لاره ومونده

د افغانستان د کرکټ له نولس کلنو کم عمرې ملي لوبډلې د بشیر افغان د غوره توپ اچوونې او د نعمان شاه د غوره توپوهنې په مټ د درې اړخیزې لوبلړۍ پایلوبې ته لار ومونده.

د افغانستان نولس کلنې کم عمره کرکټ ملي لوبډلې د روانو درې اړخیزو سیالیو په لړ کې، خپله څلورمه لوبه د سریلانکا پر وړاندې ترسره کړه، چې پکې یې د نعمان شاه، محمد هارون او سهیل خان د غوره توپوهنې په مټ وکولی شول، خپلې سیالې لوبډلې ته ۳۲۳منډې هدف کېږدي.

د دغې سیالۍ په دویمه پاڼۍ کې افغان لوبډلې د غوره توپ اچونې په مټ خپلې سیالې لوبډلې ته په څلورو منډو ماتې وکړه او د یادو سیالیو پایلوبې ته یې لار ومونده.

د دې سیالۍ غوره لوبغاړی بشیر احمد افغان و، چې د سریلانکا لوبډلې ۷ لوبغاړي يې وسوځول .

په دې سره افغان لوبډلې په روانو درې اړخیزو سیالیو کې درېيمه بریا خپله کړه او د لومړي پړاو د مخکښې لوبډلې په توګه یې د یادو سیالیو پایلوبې ته لاره ومونده، چې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ به ترسره شي.

هېره دې نه وي چې دغه سیالۍ د افغانستان په کوربتوب ترسره کېږي او د افغان لوبډلې په ګډون پکې د بنګلدېش او سریلانکا د کرکټ له نولس کلنو کم عمره ملي لوبډلو هم ګډون کړی دی.

Latest news

Thu, Apr 17 2025 12:19 PM
Background image

A marathon race held among 17 Foreign Tourists in Kabul

A marathon competition was held at Kabul’s Ghazi Stadium among 17 tourists from eight foreign countries. The event was organized by the General Directorate of Physical Education and. . .

Sat, Dec 28 2024 9:29 AM
Background image

Blind Cricket Team chairman met with the Deputy Head of the Country’s Sports Department

‏In this meeting which was held in the deputy office,the deputy Hafiz Ahmad Jan Zadran praised the recent achievements of the national blind cricket team and emphasized that the sports. . .

Wed, Dec 25 2024 2:07 PM
Background image

The Team of the National power lifting Federation Departs for Qatar cup

A three-member team of the country's National power lifting Federation, with the support of the National Federation of this sport and in cooperation with the General Directorate of the. . .

BACK TO NEWS