د هلمند ټېپ بال کرکټ رمضان جام سیالیو په دوام تېره شپه درې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
Tue, Mar 28 2023 11:21 AM
د هلمند ټېپ بال کرکټ رمضان جام سیالیو په دوام تېره شپه درې سیالۍ ترسره شوې

د هلمند ولایت د بدني ورزنې او ورزش امریت له لوري د کرکټ ټېپ بال سیالیو په دوام، تېره شپه درې سیالۍ ترسره شوې.

په لومړۍ سیالۍ کې بست اتلان او محمد ادریس لوبډلې یو له بل سره مخ شوې، چې په پیل کې بست اتلانو توپوهنه پیل کړه او د دریو وېکټو په زیان سره یې خپلې سیالې لوبډلې ته په ټاکلو لسو اورونو کې ۱۰۵ منډې هدف کېښود، بل پلو محمد ادریس لوبډلې د څلورو لوبغاړو په زیان له لسو اورونو کې ۹۸ منډې جوړې کړې او په ۷منډو یې سیالي بایلوده.

د یادې سیالۍ غوره لوبغاړی عبدالله و، چې په ۲۵بالونو یې ۶۴ منډې جوړې کړې.

په دویمه سیالۍ کې د ناد علي کرکټ (الف) او خاکسار لوبډلې میدان ته ښکته شوې، چې په پیل کې نادعلي الف لوبډلې توپ وهنه پیل کړه او په ټاکلو لسو اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته ۹۷ منډې هدف کېښود. د دغې سیالۍ په دویمه پاڼۍ کې خاکسار لوبډلې پرته د کوم لوبغاړي له سوځېدو څخه په شپږم اور کې هدف ته ځان ورساوه او بریا یې ترلاسه کړه.

د نوموړې دویمې سیالۍ غوره لوبغاړی محیب الله و، چې د خپلې لوبډلې په ګټه یې په ۲۵ بالونو ۶۷ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

د تېرې شپې وروستۍ او درېیمه سیالي نادعلي لوبډلې په توپوهنې پیل کړه او له لسو اورونو لوبولو وروسته یې د ۲ ویکټو په مټ خپلې سیالې لوبډلې ته ۷۳ منډې هدف کېښود، بل پلو افغان کرکټ لوبډلې یاد هدف ته د شپږم اور په درېیم بال ځان ورساوه او سیاله لوبډله یې په ۶ ویکټو ماته کړه.

د دغې سیالي غوره لوبغاړی عبدالواحد و، چې په دوو اورونو کې یې د یوې ویکټې په اخیستو سره ۱۴ منډې ورکړې او بهترینه توپ اچوونه یې ترسره کړه.

باید یادونه وشي، چې دغه سیالۍ د هلمند ولایت په مرکز غازي محمد ایوب خان لوبغالي کې ترسره کېږي او د روژې مبارکې میاشتې تر وروستیو پورې به دوام وکړي.

Latest news

Thu, Apr 17 2025 12:19 PM
Background image

A marathon race held among 17 Foreign Tourists in Kabul

A marathon competition was held at Kabul’s Ghazi Stadium among 17 tourists from eight foreign countries. The event was organized by the General Directorate of Physical Education and. . .

Sat, Dec 28 2024 9:29 AM
Background image

Blind Cricket Team chairman met with the Deputy Head of the Country’s Sports Department

‏In this meeting which was held in the deputy office,the deputy Hafiz Ahmad Jan Zadran praised the recent achievements of the national blind cricket team and emphasized that the sports. . .

Wed, Dec 25 2024 2:07 PM
Background image

The Team of the National power lifting Federation Departs for Qatar cup

A three-member team of the country's National power lifting Federation, with the support of the National Federation of this sport and in cooperation with the General Directorate of the. . .

BACK TO NEWS