افغان کرکټ لوبډلې پاکستان ته په دويمه لوبه کې په اووه ويکټو ماتې ورکړه

org_admin
Mon, Mar 27 2023 8:32 AM
افغان کرکټ لوبډلې پاکستان ته په دويمه لوبه کې په اووه ويکټو ماتې ورکړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې خپلې سيالې پاکستانۍ لوبډلې ته د اماراتو هيواد‌ په شارجه نړيوال لوبغالي کې د درېوو شل اوریزو لوبو له لړۍ څخه په دویمه لوبه کې په ۷ ويکټو ماتې ورکړه.

د‌ يادې سيالي پچه پاکستان لوبډلې وګټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې له شلو اورونو لوبولو وروسته وتوانېدله د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې افغان لوبډلې ته ۱۳۱ منډې هدف کېږدي.

د افغانستان لپاره فضل الحق فاروقي ۲وېکټې, راشد خان، نوين الحق او کريم جنت یوه ـ یوه ويکټه ترلاسه کړه.

بل پلو افغان لوبډلې د رحمن الله ګربز په ۴۴منډو وکولای شول، چې په وروستي اور کې ياد هدف ته ځان ورسوي او دغه ستره بريا ترلاسه کړي له دې سره افغانستان د یاد سريز ګټونکی هم شو.

د یادې لوبې غوره لوبغاړی فضل الحق فاروقي ونومول شو، چې په څلور اورونو کې یې ۱۹ منډې ورکړې وې او دوه لوبغاړي یې سوځولي وو.

بايد يادونه‌ وشي، چې دغه سريز د‌ افغانستان په کوربتوب، د اماراتو هيواد په شارجه لوبغالي کې ترسره کېږي، چې په پيل کې افغان لوبډلې د نوموړي سريز لومړۍ او دويمه لوبه وګټله او سبا دوشنبه به یې وروستۍ لوبه ترسره شي.

Latest news

Thu, Apr 17 2025 12:19 PM
Background image

A marathon race held among 17 Foreign Tourists in Kabul

A marathon competition was held at Kabul’s Ghazi Stadium among 17 tourists from eight foreign countries. The event was organized by the General Directorate of Physical Education and. . .

Sat, Dec 28 2024 9:29 AM
Background image

Blind Cricket Team chairman met with the Deputy Head of the Country’s Sports Department

‏In this meeting which was held in the deputy office,the deputy Hafiz Ahmad Jan Zadran praised the recent achievements of the national blind cricket team and emphasized that the sports. . .

Wed, Dec 25 2024 2:07 PM
Background image

The Team of the National power lifting Federation Departs for Qatar cup

A three-member team of the country's National power lifting Federation, with the support of the National Federation of this sport and in cooperation with the General Directorate of the. . .

BACK TO NEWS