هرات؛ د سپورټ ادارې غصب شوې ځمکې له پېژندنې وروسته بېرته راګرځول کېږي

org_admin
Mon, Mar 27 2023 8:28 AM
هرات؛ د سپورټ ادارې غصب شوې ځمکې له پېژندنې وروسته بېرته راګرځول کېږي

دغه مطلب د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش رئيس ښاغلي ګلاب الدین خپلواک وړاندې کړ.

هغه د هرات ښاروالۍ له يوه پلاوي سره ماهي خرڅوونکو ښارګوټي ته د ځمکې د برسۍ او پلټنې په موخه تللى و، په خپل مطلب کې يې زیاته کړه: هغه ٢٣ جريبه ځمکه، چې د ماهي خرڅوونکو د ښارګوټي د خاوند له خوا د ورزشي کمپلکس د جوړولو لپاره ځانګړې شوې وه او د بدني روزنې او سپورټ رياست یې شرعي قباله هم اخیستې وه، له بده مرغه چې د ځايي خلکو او ځينو زورواکو له خوا د چارواکو د نه پاملرنې له امله غصب شوې وه، چې بېرته د هرات ورزش رياست ته راوګرځول شوه.

د ماهیانو خرڅوونکو ښارګوټی د هرات ښار په دولسمه ناحيه کې موقعيت لري، چې د جوړولو چارې يې په ۱۳۹۳کال کې پيل شوي دي او د دغه ښارګوټي د مالک له لوري د ياد ښارګوټي د ځوانانو د ورزشي فعاليتونو لپاره شاوخوا ٢٣ جريبه ځمکه، د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست ته ورکړل شوې وه.

ښاغلی خپلواک وایي: له دغې ځمکې څخه به په راتلونکي کې د ورزشي کمپلکس د جوړولو لپاره کار واخیستل شي، د ښاغلي خپلواک په وینا نورې ځمکې هم شته، چې د شیدايي او کهدستان د ښارګوټو د مالکینو له لوري د هرات د بدني ورزنې او سپورټ ریاست ته په پام کې نیول شوې دي، چې د هرات ښاروالۍ او اړوندې ناحیې له څېړنې وروسته به ورغول شوي.

هر کله چې دغه ځمکې خپل اصلي خاوند د (هرات د بدني روزنې او سپورټ ریاست) ته وسپارل شي، په دغه ولایت کې به په ورزشي سکټور کې د پانګونې په برخه کې زمینه مساعده شي او د هرات ورزشکاران به د څو ورزشي کمپلکسونو خاوندان شي.

هرات یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې له کابل وروسته تر ټولو ډېر ورزشکاران لري او په بېلابېلو ورزشي رشتو کې يې زیات شمېر ځوانان د ملي لوبډلو غړیتوب لري.

که څه هم په دغه ولایت کې په تېرو شلو کلونو کې د بدني روزنې او سپورټ رياست له لوري يوازې يو جمنازيوم جوړ شوی؛ خو په هرات ولایت کې خصوصي سکټور د ورزشي اسانتياوو په برابرولو او د ورزش په وده او پرمختګ کې د پام وړ رول لوبولی دی.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS