پکتیکا، په برمل ولسوالۍ کې د ۳۵ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

org_admin
Thu, Mar 23 2023 2:23 PM
پکتیکا، په برمل ولسوالۍ کې د ۳۵ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امر د برمل سرحدي ولسوالۍ له ورزشکارانو سره ولیدل او هم یې هالته د ۳۵ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالیو پرانیسته وکړه.

په همدې موخه په جوړو شویو مراسمو کې د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش آمر ډاکتر محمد عثمان سیرت وویل: برمل سرحدي ولسوالۍ له مرکز ښرنې څخه نږدې ۱۰۰ کیلو متره ليرې پرته او په تېرو حکومتونو کې یې سپورټي برخې ته هېڅ کار نه دی شوی او له پام غورځول شوې وه؛ خو نن موږ وتوانېدو، چې د دغې ولسوالۍ له ورزشکارانو سره و وینو او د ورزش په برخه کې د دوی ستونزې واورو او د حل په برخه کې یې تر خپل توان پورې هلې- ځلې وکړو.

په همدې مراسمو کې د یادې ولسوالۍ ورزشکارانو د دغه ولایت د ورزشي امریت نوموړی کار وستایه او زیاته یې کړه چې له دوو لسیزو وروسته لومړی ځل دی، چې په دې سیمه او ولسوالۍ کې د ورزشکارانو او ورزشي ستونزو پوښتنه کېږي.

د یادو مراسمو په پای کې د ۳۵ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالیو پرانیسته وشوه او له ورزشکارانو غوښتنه وشوه، چې د لوبو په مهال دې پر اسلامي احکامو پاپندي وکړي او په ټول توان سره دې د لوبو اصول او ټولنیز نزاکتونه په نظر کې ونیسي.

Latest news

Thu, Apr 17 2025 12:19 PM
Background image

A marathon race held among 17 Foreign Tourists in Kabul

A marathon competition was held at Kabul’s Ghazi Stadium among 17 tourists from eight foreign countries. The event was organized by the General Directorate of Physical Education and. . .

Sat, Dec 28 2024 9:29 AM
Background image

Blind Cricket Team chairman met with the Deputy Head of the Country’s Sports Department

‏In this meeting which was held in the deputy office,the deputy Hafiz Ahmad Jan Zadran praised the recent achievements of the national blind cricket team and emphasized that the sports. . .

Wed, Dec 25 2024 2:07 PM
Background image

The Team of the National power lifting Federation Departs for Qatar cup

A three-member team of the country's National power lifting Federation, with the support of the National Federation of this sport and in cooperation with the General Directorate of the. . .

BACK TO NEWS