د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست له لوري د خبریالانو نړیواله ورځ ونمانځل شوه

org_admin
Tue, Mar 21 2023 9:43 AM
د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست له لوري د خبریالانو نړیواله ورځ ونمانځل شوه

د المپیک ملي کمیټې او سپورټ عمومي ریاست له لوري د خبریالانو نړیواله ورځ د هېواد د رسنیو اړوند سپورټي خبریالانو د ستاینغونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه.

په ستاینغونډه کې د المپیک ملي کمېتې او سپورټ عمومي ریاست رئیس نظرمحمد مطمئن، د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د المپیک ملي کمېټې اجرائیه رئیس داد محمد پاینده اختري، د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست د نشراتو رئیس او ویاند اتل مسواڼي او د یو شمېر دولتي او خصوصي رسنیو خبریالانو ګډون کړی و.

د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست رئیس نظرمحمد مطمئن له ټولو کورنیو او بهرنیو رسنیو، په ځانګړې توګه له ملي، اریانا ، طلوع او شمشاد تلویزیون څخه مننه وکړه، چې د سپورټ د رسنیز پوښښ په برخه کې یې بشپړه همکاري کړې.

ښاغلي مطمئن وویل: « ملي او آریانا ټلویزیون په تېر یوه کال کې د والیبال، فوټسال، وزلوبې، فوټبال لیګونو ژوندی بهیر پرته له کوم امتیاز څخه تر ولسونو او نړیوالو رسولی، موږ یې د هڅو او همکارۍ قدرداني کوو.»

ښاغلي مطمئن هیله څرګنده کړه، چې په راتلونکې کې یاده همکاري نوره هم پیاوړې شي؛ ترڅو د ورزش له اوسني پرمختګ څخه هیوادوال او مینوال په وخت خبر شي.

د خبریالانو په استازولۍ د ملي سپورټ د نشراتو رئیس مسعود حقمل خبرې وکړې، ښاغلي حقمل د هېواد له سپورټ ادارې سره ژمنه وکړه، چې په راتلونکې کال کې به یې پوره هڅه دا وي، چې هره لویه او وړه سپورټي برنامه تر رسنیز پوښښ لاندې ونیسي.

په پای کې ټولو راغلیو خبریالانو ته ډالۍ ورکړل شوې او د المپیک ملي کمېټې له لوري په ترتیب شوې مېلمستیا کې یې ګډون وکړ.

د مارچ ۱۸ د خبریالانو د نړیوالې ورځې په نوم نومول شوې، چې په ملي او نړیواله کچه نمانځل کیږي.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS