په غزني کې د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د کونګفو سیالۍ ترسره شوې

org_admin
Tue, Mar 14 2023 1:55 PM
په غزني کې د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د کونګفو سیالۍ ترسره شوې

د غزني ولایت د بدني روزنې او سپورت امریت او کونګفو فدراسیون په ګډه همکارۍ د روژې د مبارکې میاشتې د رارسېدو په مناسبت د کونګفو سیالۍ د یاد ولایت د بدني روزنې او سپورټ آمریت په جمنازیوم کې د یوې ورځې لپاره ترسره کړې.

په دې سیالیو کې د کونګفو له ۲۰ کلبونو څخه ۱۳۵ ورزشکارانو برخه اخیستې وه، چې په څلورو (ماشومانو، تنکي ځوانانو، ځوانانو او لویانو) عمري ډلبندیو او د وزن په مختلفو کټګوریو کې یې سیالۍ وکړې.

د دغه ټورنمنټ د پرانیستلو په مراسمو کې د غزني ولایت د سپورټ امر حاجي بلال مجاهد او د غزني ولایت د کونګفو فدراسیون مسؤول حاجي فدا محمد نوري او ګڼ شمېر مینوالو ګډون کړی و او لوبغاړي يې وهڅول.

د سیالیو موخه د روژې مبارکې میاشتې درناوی او ورزش ته د ځوانانو هڅول وو.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS