د المپيک ملي کمېټې او سپورت عمومي رياست رئيس د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې له ورزشي نندارو څخه ليدنه وکړه

org_admin
Mon, Mar 13 2023 12:01 PM
د المپيک  ملي کمېټې او سپورت عمومي رياست رئيس د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې له ورزشي نندارو څخه ليدنه وکړه

د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست رئیس انجنیر نظرمحمد مطمئن د غزني ولایت جاغوري ولسوالۍ ته د خپل سفر په ترڅ کې د تکواندو، کونګ فو، کراټې، فوټسال او والیبال له لوبو او نندارو څخه لیدنه وکړه.

په دې سفر کې له ښاغلي مطمئن سره د بدني روزنې او سپورټ د عمومي ریاست د دفتر رئیس محمد الله احساس، د غزني ولایت د ورزش آمر حاجي بلال مجاهد او ډاکتر جعفر مهدوي ملګري وو.

ښاغلي مطمئن د سیالیو او نندارو ګډونوالو ته د وینا پر مهال ژمنه وکړه، چې د غزني ولایت د بدني روزنې او سپورټ آمریت په چوکاټ کې به د جاغوري ولسوالۍ لپاره د یوه رسمي بست د رامنځته کولو لپاره هڅې وکړي.

ښاغلي مطمئن زیاته کړه: « خوښ یم چې په جاغوري کې شتون لرم او دا په هېواد کې لومړۍ ولسوالي ده، چې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست مشرتابه یې لیدنه کوي.»

ورپسې د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست د دفتر رئیس ښاغلي محمدالله احساس خبرې وکړې او ویې ویل: «ستاسو د کوچني ورور په توګه به په جاغوري ولسوالۍ کې د سپورټ د ودې لپاره ستاسو تر څنګ کار کوم.»

نوموړي له ګډونوالو څخه غوښتنه وکړه، چې د نن په څېر تل خپل یووالی وساتي، یو بل ومني او له یوه بل سره همکار پاتې شي.

ډاکټر جعفر مهدوي په خپلو خبرو کې د هېواد د المپیک د ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست له رئیس او ورسره مله ټیم څخه مننه وکړه، چې د خپل مصروف مهالوېش باوجود یې ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه په لېوالتیا سره پر ستونزمنو لارو جاغوري ته سفر وکړ.

د يادونې وړ ده، چې د دغو مراسمو په پاى کې د ستارهګران جاغوري او طوفان داوود لوبډلو ترمنځ د فوټسال لوبه ترسره شوه، چې له ۴-۴ مساوي ګولونو سره پای ته ورسېده.

د فوټسال لوبې له پای ته رسېدو وروسته د امید داله او مسیر افتاب د لوبډلو ترمنځ د والیبال سيالي وشوه، چې د وخت د کموالي له امله مساوي پای ته ورسېده.

د يادونې وړ ده، چې په پاى کې د هېواد د سپورټ ادارې د مشرتابه له لوري د بېلابېلو برخو ورزشکارانو ته ډالۍ هم ووېشل شوې.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS