د کندز په آبدان تفريحي دښته کې د کورش پهلوانۍ سيالۍ ترسره شوې

org_admin
Sun, Mar 12 2023 2:15 PM
د کندز په آبدان تفريحي دښته کې د کورش پهلوانۍ سيالۍ ترسره شوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست او کورش فدراسيون په ګډه همغږۍ د نوموړي ولايت په ابدان دښته کې د کورش د ۱۰۰ جوړو ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د يوې ورځې لپاره د کورش پهلوانۍ يا غېږ نيونې سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سياليو موخه د ورزشکارانو ترمنځ يوالی او ځوانانو ته د يوې سالمې تفريح چمتو کول ياد شوي دي.

په دغو سياليو کې د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رئیس قاري عزت الله سينان، دولتي مسولينو، پهلوانانو، سپين ږيرو، مشرانو او د کورش پهلوانۍ زرګونو مينوالو ګډون کړی و.

هېره دې نه وي چې ابدان دښته د کندز ولایت یو له طبیعي ښکلا لرونکو او زرغونو سیمه څخه ده، چې هر کال د پسرلي په موسم کې د کندز ترڅنګ د نورو ولایتونونو اوسېدونکي هم د مېلو او تفریح لپاره ورځي.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS