پکتيا ولايت کې د ۷۲ پهلوانانو ترمنځ د غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
Sun, Mar 12 2023 10:58 AM
پکتيا ولايت کې د ۷۲ پهلوانانو ترمنځ د غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او سپورټ ریاست له لوري د ۷۲ پهلوانانو ترمنځ د دودیزې ( محلي) غيږنېونې يو ورځنۍ سيالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د افغانستان دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو او دې برخې ته د ځوانانو هڅولو په موخه بېلا بېلو وزنونو او درې سني ( تنکيو ځوانانو، ځوانانو او لویانو) ډلبندیو کې د پکتيا ولايت په ورزشي اسټډیوم کې ترسره شوې.

په دې سیالیو کې د پکتیا د بدني روزنې او سپورټ ريیس قاري نورالرحمن " تسکين" ترڅنګ یو شمېر نورو ورزشي مسوولینو، ورزشکارانو او ګڼو مینوالو ګډون کړی وو.

د پيل په مراسمو کې تسکین له ګډونوالو او محلي ورزشکارنو سره ژمنه وکړه چې په یاده برخه کې هر ډول مرستې او همکارۍ ته چمتو دی، تر څو دا ورزش لا نوره وده هم وکړي.

په پای کې شپږ غوره پهلوانان د ریاست له لوري د اتلولۍ په حکمونو، کپونو او ورزشي لباسونو وستایل شول.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS