د هيواد د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست رئیس په غزني ولايت کې له دوو ورزشي لوبغالو څخه ليدنه وکړه

org_admin
Sun, Mar 12 2023 10:48 AM
د هيواد د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست رئیس په غزني ولايت کې له دوو ورزشي لوبغالو څخه ليدنه وکړه

د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست رئيس انجنير نظر محمد مطمئن غزني ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د قره باغ ولسوالۍ له دوو ورزشي ميدانونو څخه ليدنه وکړه.

ښاغلي مطمئن د يادو ميدانونو د ليدنې او ارزونې پر مهال د هغو د رغولو وعده وکړه او وې ويل: د بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست به تر خپلې وسې پورې کوښښ وکړي، چې د دغو ميدانونو د سرسبزۍ او ښېرازۍ لپاره غوره امکانات برابر کړي.

د يادونې وړ ده، چې له ښاغلي نظر محمد مطمئن سره په دې سفر کې ډاکټر جعفر مهدوي، د بدني روزنې او سپورټ د عمومي رياست د دفتر رئيس محمد الله احساس، د غزني ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمر حاجي بلال مجاهد هم ملګرتيا کوي.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS