په ننګرهار کې د ټېپ بال کرکټ تورنمنټ د سياليو په دوام درې لوبې وشوې

org_admin
Sun, Mar 12 2023 9:05 AM
په ننګرهار کې د ټېپ بال کرکټ تورنمنټ د سياليو په دوام درې لوبې وشوې

په ننګرهار ولايت کې د کرکيټ ټيپ بال تورنمنټ د سياليو په دوام نن شنبه درې لوبې ترسره شوې.

د‌ نوموړیو سياليو لومړۍ لوبه د بلو ټايګر او ټيټانز سوت لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د‌ يادې سيالۍ په لومړۍ پاڼۍ کې بلوټايګر لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته په ټاکلو ۱۰ اورونو کې ۱۵۰ منډې هدف کېښود؛ خو سيالې ټيټانز سوت لوبډلې ونه شوای کړای، چې ياد هدف ته ځان ورسوي او په ۴۹ منډو يې لوبه سيالې لوبډلې ته بايلوده.

د‌ دغې سيالۍ غوره لوبغاړي بختيار و، چې د بلوټايګر لوبډلې په ګټه يې ۱۰۳ منډې جوړې کړې.

د‌ دغو سياليو د دويمې لوبې لپاره ويسټرن ووريز او سنرايز لوبډلې ميدان ته ښکته شوې، ويسټرن ووريز لوبډلې په خپله پاڼۍ کې سيالې لوبډلې ته ۱۴۰ منډې هدف کېښود او سنرایز لوبډلې د ۱۳۳ منډو په ترسره کولو سره ياد هدف ته د نه رسېدو له کبله لوبه په ۷ منډو بايلوده.

د‌ نوموړې لوبې غوره لوبغاړی شاه فيصل و ، چې د ويسټرن ووريز لوبډلې په ګټه يې ۴۹ چټکې منډې ترسره کړې.

همدارنګه د نن ورځې وروستۍ لوبه د نارت لاينز او ايسټ ايګل لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د دغې سيالۍ په لومړۍ پاڼۍ کې نارت لاينز په ټاکلو ۱۰ اورونو کې ۱۶۵ منډې هدف کېښود، بل پلو ايسټ ايګل لوبډله وتوانېده، چې ياد هدف ته په ۸,۵ اورونو کې ځان ورسوي او بريا خپله کړي.

په ياده وروستۍ سيالۍ کې غوره لوبغاړی تېکمل و، چې د ايسټ ايګل په ګټه يې ۵۶ چټکې منډې جوړې کړې او همدارنګه له سيالې نارت لاينز لوبډلې څخه ايمل ۱۰۰ منډې جوړې کړې؛ خو سيالي يې بايلوده.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS