په ننګرهار کې د لومړي ځل لپاره د ټېپ بال رسمي ټورنمنټ پیل شو

org_admin
Sat, Mar 11 2023 10:44 AM
په ننګرهار کې د لومړي ځل لپاره د ټېپ بال رسمي ټورنمنټ پیل شو

د ټېپ بال لومړنی رسمي ټورنمنټ د ننګرهار د بدني روزنې او سپورټ ریاست په همکاري او دافا نیوز په مالي لګښت نن جمعه رسماً د ننګرهار ولایت په وزیر محمد ګل خان لوبغالي کې د پټۍ په پرې کولو سره پیل شو.

د یاد ټورنمنټ د پیل په مراسمو کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست رئیس انجنیر نظر محمد مطمئن، د ننګرهار د بدني روزنې او سپورټ ریاست رئیس عبدالسلام وزیروال، د ټېپ بال کرکټ فدراسیون رئیس شېر رحمن خاطر، د ننګرهار ورزشي آمر ډاکټر منیر خالد، د ننګرهار د ځوانانو چارو آمر محمد اصف زهیر او د ځینو نورو فدراسیونونو مسولینو شتون درلود.

په لومړي سر کې د جمناستیک له نمایشاتو وروسته عبدالسلام وزیروال ښاغلي مطمئن او نورو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او وې ویل: ځوانان د یوه ملت مټې دي، دوی باید خپله وفاداري په عمل کې ثابته کړي، ورزش زموږ تاسو مشترک کور دی او ټول به تر یوه چتر لاندې پکې فعالیت کوو.

ورپسې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست رئیس انجنیر نظر محمد مطمئن وینا وکړه، نوموړي په خپلو خبرو کې د ټېپ بال د رسمي ټورنمنټ په پیل کېدو خوښي څرګنده کړه او د یاد ورزش مسولینو او لوبغاړو ته یې مبارکي وویله. همداراز یې وويل: کوم شپږ ټیمونه، چې د لوموي ځل لپاره په دې ټورنمنټ کې ګډون کوي، د افغانستان د ټېپ بال د کرکټ په تاریخ کې به یې نومونه ثبت شي.

هغه نوموړیو لوبغاړو او مسولینو ته په خطاب کې وویل، چې دا ویاړ ستاسې په برخه شوی دی. نوموړي همداراز زیاته کړه، چې په اینده کې به د زون په سطحه په نورو ولایتونو کې هم ورته ټورنمنټونه د زیاتو لوبډلو په شمول جوړ کړي.

ښاغلي نظر محمد مطمئن زیاته کړه، چې د ټېپ بال کرکټ له هارډ بال کرکټ څخه جلا دی او د هارډ بال ارزښت پر خپل ځای خوندي دی.

د شېر رحمن خاطر په وینا: په دې سیالیو کې ۹۶ لوبغاړي له شپږو ولایتونو: ننګرهار، کونړ، لغمان، نورستان، کابل، پکتیا او خوست څخه انتخاب شوي ،چې په شپږو " ایسټ ایګل، بلو ټایګر، ویسټرن ووریز، ټیټانز سوت ، نارت لاینز، سنرایز " لوبډلو کې لوبیږي.

نوموړي زیاته کړه؛ دغه سیالۍ به اته ورځې دوام وکړي او ټولې به پکې ۱۸ " لس اوریزې" لوبې ترسره شي، چې په پایله کې به ۱۸ تنه غوره لوبغاړي ملي لوبډلې ته انتخاب شي.

د یاد ټورنمنټ لومړنۍ سیالي د سنرایز او بلو ټایګر ترمنځ وشوه، سنرایز بلو ټایکر ته په لسو اورونو کې ۸۰ منډې هدف کېښود، چې بلو ټایګر په شپږم اور کې یاد هدف پوره کړ. پښتون سرفراز د ۳۶ منډو او دوو لوبغاړو په سوځولو سره د دې لوبې غوره لوبغاړی شو.

نن دویمه لوبه د نارت لاینز او ټیټانز سوت ترمنځ ترسره وشوه، نارت لاینز ټیټانز سوت لوبډلې ته ۱۳۱ منډې هدف کېښود، چې مقابلې لوبډلې یې یوازې ۹۶ منډې جوړې کړې او لوبه د نارت لاینز په ګټه پای ته ورسېده. د دې لوبې غوره لوبغاړی د نارت لاینز لوبډلې لوبغاړی کریم وټاکل شو، چې درې ویکټې یې اخیستې وې او ۴۵ منډې یې جوړې کړې وې.

د نن ورځې وروستۍ لوبه د ویسټرن ووریز او ایسټ ایګل ترمنځ وه، چې د تیاره له وجې مساوي پای ته ورسېده.

Latest news

Thu, Apr 17 2025 12:19 PM
Background image

A marathon race held among 17 Foreign Tourists in Kabul

A marathon competition was held at Kabul’s Ghazi Stadium among 17 tourists from eight foreign countries. The event was organized by the General Directorate of Physical Education and. . .

Sat, Dec 28 2024 9:29 AM
Background image

Blind Cricket Team chairman met with the Deputy Head of the Country’s Sports Department

‏In this meeting which was held in the deputy office,the deputy Hafiz Ahmad Jan Zadran praised the recent achievements of the national blind cricket team and emphasized that the sports. . .

Wed, Dec 25 2024 2:07 PM
Background image

The Team of the National power lifting Federation Departs for Qatar cup

A three-member team of the country's National power lifting Federation, with the support of the National Federation of this sport and in cooperation with the General Directorate of the. . .

BACK TO NEWS