میدان وردګ؛ د ITF تکواندو د غوراوي سیالۍ د کابل په لومړي مقام ګټلو پای ته ورسیدې 

org_admin
Thu, Mar 09 2023 9:13 AM
میدان وردګ؛ د ITF تکواندو د غوراوي سیالۍ د کابل په لومړي مقام ګټلو پای ته ورسیدې 

د ITF تکواندو ملي لوبډلې د غوراوي سیالۍ چې څلور ورځې وړاندې د میدان وردګ ولایت په کوربتوب پیل شوې وې، د پلازمینې کابل په لومړي مقام ګټلو سره پای ته ورسیدې. 
له کابل څخه وروسته میدان وردګ ولایت دویم او تخار بیا درېیم مقام خپل کړ. 
د سیالیو د پای په مراسمو کې د بدني روزنې او سپورټ د عمومي ریاست د دعوت او ارشاد رئیس مولوي داد محمد بریال، د المپیک ملي کمېټې اجرائیه رئیس داد محمد اختري، د سپورټ ریاست سلاکار جان علم حسني، د میدان وردګ ولایت د دعوت او ارشاد رئیس حافظ مولوي محمد عالم ناصح، د یاد ولایت د ورزش آمر زبیح الله وهاج او ګڼ شمېر ورزشکارانو  ګډون کړی و. 
د بدني روزنې او سپورټ د عمومي ریاست  د دعوت او ارشاد رئیس داد محمد بریال عطایي یادې سیالۍ ډیرې شفافې، منظمې او معیاري وبللې او د آی ټي اف تکواندو له مسؤولینو یې د هغوی د ښه تنظیم او رهبرۍ په پار مننه وکړه. 
په دې سیالیو کې  له ۱۵ ولایتونو څخه ۱۳۰ تنو ورزشکارانو برخه اخیستې وه، چې په لسو وزنونو کې دوو ـ دوو  او ټولو  ۲۰ تنو ورزشکارانو د ITF تکواندو د ملي لوبډلې غړیتوب ترلاسه کړ.
د سیالیو په پای کې د ورزشکارانو او مسؤولینو له لوري د میدان وردګ ولایت د ورزش آمریت په انګړ کې د زرغون او آباد افغانستان په هیله مېوه لرونکي او بې مېوې نیالګي کېنول شول.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS