په بلخ کې د یوولس ولایتونو تر منځ د وزلوبې ټورنمنټ پیل شو

org_admin
Tue, Mar 07 2023 1:54 PM
په بلخ کې د یوولس ولایتونو تر منځ د وزلوبې ټورنمنټ پیل شو

په بلخ ولایت کې نن دوشنبه د وزلوبې فدراسیون له خوا په داسې حال کې د ۱۱ ولایتونو ترمنځ د وزلوبې ټورنمنټ پیل شو، چې د پیل په مراسمو کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست رئیس انجنیر نظر محمد مطمئن، د یاد ریاست فني او مسلکي معاون حافظ احمد جان، د ملي راډیو تلویزون رئیس مولوي احمد الله وثیق، د وزلوبې فدراسیون رئیس سرور جلال، فرهنګي شخصیت او لیکوال استاذ محمد زمان مزمل او یو شمېر نورو مسولینو ګډون کړی و.

د ټورنمنټ د پیل په مراسمو کې ښاغلي انجنیر نظر محمد مطمئن په خپلې وینا کې وویل: شمالي ولایتونه د هغو ولایتونو له جملې څخه دي، چې د وزلوبې لوبې پکې خورا دود دي، په ځانګړي ډول بلخ د وزلوبې منشاء بلل کیږي؛ له همدې امله خوښ یم، چې نن په بلخ ولایت کې د وزلوبې د ستر ټورنمنټ شاهدان یوو.

نوموړي هیله څرګنده ګړه، چې په اینده کې هم په شمالي ولایتونو کې په ځانګړي ډول په بلخ کې د وزلوبې سیالۍ ونیول شي.

ورپسې فرهنګي شخصیت او لیکوال استاذ محمد زمان مزمل وینا وکړه، نوموړي په خپلې وینا کې د نېزه بازۍ پر تاریخ او مخینې خبرې وکړې، نېزه بازي یې د هیواد لرغونې او تاریخي لوبه یاده کړه او زموږ د کولتور برخه یې وګڼله.

د یاد ټورنمنټ د پرانیستې په مراسمو کې د وزلوبې دوستانه سیالۍ هم وشوه، چې د ۹ ولایتونو له هرې لوبډلې شپږ ـ شپږ اسونو پکې برخه اخیستې وه. په دوستانه سیالۍ کې بدخشان ۱، بلخ ۲ او سرپل هم یو امتیاز په خپل نوم ثبت کړ.

د یادونې وړ ده، چې یاد ټورنمنټ د لس ورځو لپاره د یوولس ولایتونو د لوبډلو ترمنځ جوړ شوی، چې نهه هغه یې: فاریاب، سرپل، جوزجان، بلخ، کندوز، تخار، بدخشان، بامیان، لوګر بلخ ته رسېدلې دي او دوه نورې( بغلان، سمنګان ) د رسېدو په حال کې دي.

په دې ټورنمنټ کې د پکتیا، پکتیکا، غزني، خوست او زابل ولایتونو نېزه بازانو هم ګډون کړی او د ټورنمنټ ټولې لوبې له ملي سپورټ څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي.

Latest news

Thu, Apr 17 2025 12:19 PM
Background image

A marathon race held among 17 Foreign Tourists in Kabul

A marathon competition was held at Kabul’s Ghazi Stadium among 17 tourists from eight foreign countries. The event was organized by the General Directorate of Physical Education and. . .

Sat, Dec 28 2024 9:29 AM
Background image

Blind Cricket Team chairman met with the Deputy Head of the Country’s Sports Department

‏In this meeting which was held in the deputy office,the deputy Hafiz Ahmad Jan Zadran praised the recent achievements of the national blind cricket team and emphasized that the sports. . .

Wed, Dec 25 2024 2:07 PM
Background image

The Team of the National power lifting Federation Departs for Qatar cup

A three-member team of the country's National power lifting Federation, with the support of the National Federation of this sport and in cooperation with the General Directorate of the. . .

BACK TO NEWS