په لوګر کې د کبډلي ملي سياليو د‌ غوراوي اتم پړاو اتلولي خوست لوبډلې وګټله

Afzal-af
Mon, Feb 20 2023 12:53 PM
په لوګر کې د کبډلي ملي سياليو د‌ غوراوي اتم پړاو اتلولي خوست لوبډلې وګټله

په لوګر ولايت کې د اتو لوبډلو ترمنځ د کبډي سياليو د غوراوي اتم پړاو اتلولي خوست لوبډلې وګټله.

دغه لوبې چې دوه ورځې مخکې پيل شوې وې، د ۸ ولايتونو لوبډلو پکې ګډون کړی و، د‌ دغه سياليو پايلوبې ته د فراه او خوست لوبډلو لار موندلې وه چې خوست لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۳۸_۲۵ نومرو په توپير ماتې ورکړه او د‌ يادو سياليو اتلولي يې خپله کړه، د يادو لوبو دويم مقام فراه او درېيم مقام لوګر لوبډلې په خپل نوم کړ.

د نوموړو سياليو پايلوبې ته د سپورټ رياست فني او مسلکي رئيس عبدالمومين راد، د ياد رياست ارشد مشاور حيات الله رحماني، د دعوت او ارشاد رئيس داد محمد بريال عطايي، د کبډي فدراسیون رئيس احمد فردين ضيايي، د ياد ولايت ورزشي امر انجنير مزمل نعيم زوی، ورزشکارانو او د ورزش ګڼو مينوالو ګډون کړی و.

په همدې اړه په جوړو شوو مراسمو کې د بدني روزنې او ورزش رياست فني او مسلکي رئيس عبدالمومين راد ګټونکو لوبډلو ته د مبارکۍ ترڅنګ يادې سيالۍ په زړه پورې سيالۍ وبللې او د يادو سيالیو د ودې او پراختيا په برخه کې يې له لوبغاړو سره د هر ډول اسانتياوو ژمنه وکړه.

هېره دې نه‌ وي چې د يادو سياليو له څلورو لوبډلو خوست، فراه، هرات او لوګر ولايتونو څخه ۴۰ لوبغاړي وټاکل شول، چې په راتلونکې کې به د هيواد په کچه په نړيوالو سيالو کې ولوبېږي.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS