د خوست په تڼیو ولسوالۍ کې د امن او یووالي په نامه د والیبال سیالۍ پیل شوې
دخوست ولایت ورزشي امریت اړوند د والیبال فدراسیون او ځوانانو له خوا د تڼیو ولسوالۍ د ګربز صحرا په لوبغالي کې د امن او یووالي په نامه د «۳۰» لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.
یادې سیالۍ د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امرعطاء الله کډوال په ګډون د یو شمېر نورو ورزشي مسوولینو، حکومتي چارواکو او مینوالو په حضور کې پیل شوې.
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمر د ګربز صحرا ځوانانو او زاهد تړون څخه ستاینه او مننه وکړه ، چې دامن او یووالي په نامه دا سیالۍ یې برابرې کړې.
د سیالیو په لومړۍ لوبه کې د «تڼیو منتخب او حیدرخېلو هارون» لوبډلې ترمنځ سیالي وشوه، چې د تڼیو منتخبې لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.
دا سیالۍ د خوست ولایت په کچه د ۳۰ غوره لوبډلو ترمنځ پیل شوې، چې نږدې یوه میاشت به دوام وکړي.
