د ننګرهار په لالپورې ولسوالۍ کې د والیبال سیالیو په دوام درې لوبې ترسره شوې

Afzal-af
Tue, Jan 24 2023 10:17 AM
د ننګرهار په لالپورې ولسوالۍ کې د والیبال سیالیو په دوام درې لوبې ترسره شوې

د ننګرهار په لالپورې ولسوالۍ کې د والیبال دا سیالۍ چې د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په ملاتړ د والیبال فدراسیون له خوا د «۳۲» لوبډلو ترمنځ پیل شوي تیره ورځ درې سیالۍ ترسره شوې.

د یاد لیګ د تیرې ورځې لومړۍ سیالۍ د «بټي کوټ زاهد او کوټ تاج ملوک» لوبډلو ترمنځ وه چې

زاهد لوبډلې د نه حاضرېدو له امله د کوټ لوبډلې په بریا اعلان شوه.

دویمه سیالۍ د «لالپورې ګرداوې الف او بټي کوټ نواقل» لوبډلو ترمنځ وه چې یاده سیالۍ هم د نواقل لوبډلې د نه حاضرېدو له امله د لالپورې ګرداوي لوبډلې په ګټه اعلان شوه.

او دریمه سیالۍ چې د «کوټ تاج ملوک او لالپورې ګرداوې الف» والیبال لوبډلو ترمنځ پیل شوې وه، د باران د اورښت له امله بې پایلې سرته ورسېده او بلې ورځې ته وځنډېده.

یادې سیالۍ د ځوانانو سالمې روزنې، یووالي او لېرې پرتو سیمو ته د ورزش رسولو په موخه د لالپورې ولسوالۍ په چکنور سیمه کې پیل شوي چې څو اوونۍ به دوام وکړي.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS