د بغلان به بورکې ولسوالۍ کې د والیبال سیالۍ د دوسرکه معدن لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
د بغلان د بدني رورنې او ورزش ریاست په ملاتړ د والیبال فدراسیون له خوا د دې ولایت د بورکې ولسوالۍ په مرکز کې د والیبال دا سیالۍ چې د " بغلان نوي ښار، د زوړ بغلان ، نهرین ، جلگه ، گذرگاه نور ، خوست و فرنگ ، دوشي، معدن ذغال، دوسرکه معدن او برکې" لوبډلو ترمنځ د څلورو ورځو لپاره پیل شوې وې د دوسرکې په اتلولۍ او د بغلان قدیم لوبډلې په دویم مقام پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو موخه د والیبال سیالیو وده او د غوره ورزشکارانو پیژندل و.
د دې سیالیو د پای په مراسمو کې د ورزشي مسوولینو له خوا ګټونکې لوبډلې ته کپ او غوره لوبغاړو ته مډالونه، ستاینلیکونه او نورې جایزې ورکړل شوې.
