هرات؛ د زنده جان ولسوالۍ فوټبال لیګ سیالیو به لومړي پړاو کې څلور سیالۍ وشوې
د هرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې د فوټبال لیګ سیالیو په لومړي پړاو کې څلور سیالۍ وشوې.
په لومړۍ سیالي کې امید میهن لوبډلې ابومنصور لوبډلې ته د ۲-۰ په توپیر ماتې ورکړه.
په دویمه سیالي کې شهید آرمان لوبډلې یو د صفر په وړاندې بری خپل کړ او درېیمه هغه کې بیا آریا لوبډلې په یوه ګل وهلو سره له اتحاد جوانان لوبډلې میدان یووړ.
ددې پړاو په وروستۍ لوبه کې چې د جمعې په ورځ وشوه، اتفاق لوبډلې د یو ګول په وهلو سره ۳ امتیازونه ترلاسه کړل.
