په کندوز کې د وزلوبې سیالۍ ترسره شوه
دا سیالۍ د افغانستان د وزلوبې په څلورم پړاو سیالیو کې د کندوز ولایت د وزلوبې لوبډلې د دویم مقام ګټلو او د لوبغاړو د ستایلو په موخه د دورې په ورزشي لوبغالې کې په لاره اچول شوې وه.
یاده سیالۍ د کندوز د وزلوبې فدراسیون له خوا او د دې ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ ترسره شوه.
د دې سیالۍ په پای کې د کندوز د وزلوبې لوبډلې لوبغاړي د ورزشي مسوولینو او مخورو له خوا په نغدي جایزو او ستاینلیکونو ونازول شول.
د وزلوبې په دې سیالیو کې د کندوز ولایت د بېلا بېلو سیمو ګن شمېر مینوالو ګډون کړی وو.
