خوست؛ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې

Afzal-af
Sat, Dec 24 2022 9:42 AM
خوست؛ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې

 د خوست ولایت د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پرون جمعه د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.
د خوست ورزش امر عطاء الله کډوال د لیګ د پیل مراسمو ته په وینا کې د لیګ په پیلېدو خوښي وښوده او تر څنګ یې د خوست ولایت په ورزشي بهیر رڼا واچوله.
د خوست ولایت د فوټبال فدراسیون د مشر ولي ګلاب زوی په خبره  د یاد غوره لیګ په سیالیو کې څوارلس لوبډلې شتون لري، چې هره لوبډله به ۱۳ لوبې ترسره کوي.
ددې لیګ د پیل لوبه د خوست ولي ګلاب زوی اکاډمۍ او پکتیا تلاش لوبډلې ترمنځ وه، چې د ۲-۱ په توپیر ولي ګلاب زوی اکاډمۍ په خپل نوم کړه.
د لیګ په اوږدو کې به ټولې ۹۱ سیالۍ وشي او تر یوې نیمې میاشتې به روانې وي.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS