په خوست ولايت کې د ښوونځيو په کچه د کرکټ شل اوريزي سيالۍ پيل شوې
د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ په چوکاټ کې د خوست کرکټ ادارې د کلني پلان مطابق، ددغه ولایت د ښوونځیو په کچه د کرکټ شل اوریزې سیالۍ پیل شوې.
په دغو سياليو کې د مرکز او ولسوالیو د ١٢ ښوونځیو لوبډلې شتون لري چې ترمنځ به يې په درېيو پړاوونو کې ټولې ١٩ سيالۍ ترسره شي.
د يادو سياليو د پيل لوبه د "پوهاند عبدالحى حبيبي او محمد صديق روهي" د عالي لېسو لوبډلو ترمنځ وشوه، چې د عبدالحى حبيبي لېسې لوبډلې د محمدصدیق روهي لېسې لوبډلې ته د شپږ منډو په توپیر ماتې ورکړه
