په لوګر ولايت کې د واليبال سياليو دوام
دلوګرولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د ځوانانو چارو عمومي مدیریت لخوا د فکري انسجام په نوم د والیبال سیالیو پر دوام تېره ورځ هم دوې لوبې وشوې.
په لومړۍ لوبه کې د "پيروزي کلنګار او رخت مارکېټ" لوبډلې سره مخ شوې چې دغه لوبه له "٣-٠" پايلې سره د پيروزي کلنګار لوبډلې وګټله.
همداراز دويمه لوبه د "څرخ او ذبیح الله لشکري" لوبډلو ترمنځ وشوه چې دا لوبه له "٣-١" پايلې سره د څرخ ولسوالۍ لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېده.
