په لوګر ولایت کې د فوټبال B ليګ سيالۍ د مولانا صاحب يعقوب چرخي لوبډلې په اتلولي پاى ته ورسېدې
د لوګر ولايت B ليګ سيالۍ چې څه موده وړاندې د ١١ لوبډلو په ګډون په دوو پڼځه او شپږ ټيمي ګروپونو کې د پل علم ښار په لوبغالي کې پيل شوې چې د "مولانا صاحب يعقوب چرخي" لوبډلې په لومړي مقام ګټلو سره پاى ته ورسېدې.
د دغو سياليو فاينل ته د" مولانا صاحب يعقوب چرخي او عقابان چهلتن" لوبډلو لار ومونده چې د يعقوب چرخي لوبډلې خپل سيال ته په ماتې ورکولو سره د دې سياليو اتلولي خپله کړه.
د دې سياليو د پاى په مراسمو کې د لوګر د ورزش امر مزمل نعيم زي، د فوټبال فدراسیون رئیس جاوید صديقي او د يو شمېر کلبونو مسوولینو شتون درلود.
په دغو سياليو کې محمد فياض د ٩ ګولو په وهلو سره د غوره ګول وهونکي، جاويد جمشيدي د غوره لوبغاړي او نعمان صديقي د غوره ګول ساتونکي جايزې ترلاسه کړلې.
دغه زار د سپين غر لوبډلې ته غوره اخلاقو جايزه ورکړل شوه.
