د هيواد د وزلوبې څلورم ليګ د دوولس لوبډلو په ګډون سره پيل شو

Afzal-af
Mon, Dec 12 2022 12:02 PM
د هيواد د وزلوبې څلورم ليګ د دوولس لوبډلو په ګډون سره پيل شو

د هيواد د وزلوبې څلورم غوره ليګ نن د يکشنبې پر ورځ د المپيک ملي کمېټې او سپورټ د عمومي رئيس انجنير نظر محمد مطمئن، حافظ احمد جان ځدراڼ، سپورټي مشاور حيات الله رحماني، د المپيک ملي کمېټې د اجرائيه رئيس داد محمد پاینده اختري او د بزکشي فدراسيون د رئيس حاجي سرور جلال په شتون کې پرانيستل شو.

ليګ د قرانکريم د څو مبارکو ايتونو په تلاوت سره پيل شو، په پيل کې د ملي راډيو تلويزيون مرستيال ضياء الحق حقمل خبرې وکړې، نوموړي خوښي وښودله، چې ملي سپورټ د داخلي ليګونو د خپرولو وياړ لري او په اينده کې به هم له المپيک ملي کمېټې او سپورټ له رياست سره د ورزشي برنامو په خپرولو کې هکاري کوي.

ورپسې د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست رئيس انجنير نظر محمد مطمئن خبرې وکړې، په خبرو کې يې د ملي راډيو او تلويزون له مشرتابه مننه وکړه، چې د لوبو په خپرولو کې يې تل همکاري کړې ده. همداراز يې خوښي څرګنده کړه، چې د وزلوبې د څلورم پړاو د ليګ پيل ترسره کوي. ښاغلي مطمئن زياته کړه، چې هيوادوال او د سپورټ مينوال به په راتلونکې کې د غېږنيونې د ليګ شاهدان هم واوسي. همداراز يې د وزلوبې د ليګ له لوبغاړو وغوښتل، چې د لوبو تر پايه پورې نظم ته ځانګړې پاملرنه وکړي، په خبره يې په دې ليګ کې به کوښښ وشي، چې د وزلوبې نړيوالو قوانين عملي شي، ترڅو په دې برخه کې نورې هم معياري لوبې ترسره شي.

درېيم تن د وزلوبې فدراسيون جلال و، چې د ليګ په پرانيسته کې يې خبرې وکړې، نوموړي د ورزش د ادارې له رهبري نه مننه وکړه، چې د ورته ليګونو زمينه يې برابره کړې ده. همدارنګه يې په خبرو کې وويل، چې ياد ليګ ته يې بشپړ چمتووالی نيولی او لوبې به په پوره ډاډمنتيا سره ترسره شي.

د ليګ د پرانيستې مراسمو په پای کې د جمناستيک، وزلوبې او نېزه بازۍ نمايشي سيالۍ ترسره شوې، په وزلوبه کې له بغلان ولايت څخه سيد عوض، پنجشېر څخه فضل او له سمنګان ولايت څخه برهان پهلوان ګټونکی شو.

د نېزه بازۍ په نمايشي سياليو کې د پکتيکا، پکتيا او خوست ولايت لوبډلو برخه واخيسته، چې يادې سيالۍ مساوي پای ته ورسېدې.

د يادونې وړ ده، چې ياد ليګ به لس ورځې دوام وکړي او ټولې لوبې به يې په ژوندۍ بڼه له ملي سپورټ څخه خپرې شي. سبا سهار نهه بجې د نورستان او کندهار لوبډلو ترمنځ او ماسپېښين دوه بجې به د سمنګان او بلخ لوبډلو ترمنځ لوبې ترسره شي.

Latest news

Thu, Apr 17 2025 12:19 PM
Background image

A marathon race held among 17 Foreign Tourists in Kabul

A marathon competition was held at Kabul’s Ghazi Stadium among 17 tourists from eight foreign countries. The event was organized by the General Directorate of Physical Education and. . .

Sat, Dec 28 2024 9:29 AM
Background image

Blind Cricket Team chairman met with the Deputy Head of the Country’s Sports Department

‏In this meeting which was held in the deputy office,the deputy Hafiz Ahmad Jan Zadran praised the recent achievements of the national blind cricket team and emphasized that the sports. . .

Wed, Dec 25 2024 2:07 PM
Background image

The Team of the National power lifting Federation Departs for Qatar cup

A three-member team of the country's National power lifting Federation, with the support of the National Federation of this sport and in cooperation with the General Directorate of the. . .

BACK TO NEWS