خوست؛ افضلي کلب د کلبونو په کچه سیالیو اتلولي خپله کړه
د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ اړوند د ۲٠٢٢ کال د ثبت کلبونو په کچه سیالیو په ترڅ کې د خوست ولایت د ثبت او راجستر شویو کلبونو ترمنځ سیالۍ، چې نېږدې درې میاشتې وړاندې په یاد ولایت کې پیل شوې وې تېره ورځ د افضلي کرکټ کلب په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
په دغو سياليو کې د خوست ولايت مرکز او ولسواليو په کچه کرکټ ٦٥ ثبت شويو کلبونو برخه لرله چې په ترڅ کې يې ټولې ٢١٥ لوبې وشوې.
د دغو سياليو فاينل لوبې ته د "افضلي او محمد خان ځدران" کرکټ کلبونو لار ومونده چې د افضلي کرکټ کلب خپل سيال ته په ماتې ورکولو سره د خوست ولايت په کچه د ٢٠٢٢ کال د کلبونو ترمنځ د سياليو اتلولي خپله کړه.
